د هند اېجنټانو پاکستان كښې دوه بې ګناه وګړي وژلي ٬ د هند اېجنټس په كوټلو شواهدو نيولي شوي٬ دوي په پاكستان كښې په ترهګرۍ او هدفي وژنو كښې نېغ په نېغه ككړ وو۔ د خارجه سېكرټري پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي وئيلي دي د هند اېجنټانو په پاکستان كښې دوه بې ګناه وګړي وژلي٬ د هند اېجنټس په كوټلو شواهدو نيولې شوي٬ دوي په پاكستان كښې په ترهګرۍ او هدفي وژنو كښې نېغ په نېغه ككړ وو٬ په كاناډا او امريكا كښې هم دا ډول كېسونه رامخې ته شوي٬ هند به په نړيواله كچه د دې ځواب وركونكے ګرځول وي، د پاکستان په خاوره د هند كاروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ دي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي ووئيل بايد په نړيواله كچه د هند محاسبه وكړې شي٬ مونږ په پاكستان كښې د هندي اېجنټس تفصيلات لرو٬ د دوو كېسونو تفصيلات به شيئر كوٶ او په ځينې كېسونو تفتيش روان دے، د تفتيش څخه معلومه شوې چې هندي اېجنټ يوګش كمار په دې كښې ككړ دے٬ اشوك كمار او يوګش كمار به د هند اېجټس د لارې كاروائۍ كولې٬ د سهولت كارو په ذريعه د دې اېجټنس معلومات ترلاسه شوي۔ ده ووئيل تېر كال د پاكستان وګړے محمد رياض په راولاکوټ كښې په جومات كښې وژلے شوے ٶ٬ هندي اېجنټ د اجرتي قاتل د لارې محمد رياض وژلے ٶ، امنيتي ځواكونو اجرتي قاتل نيولے او ھغه د جرم اعتراف كړے ٬ ده ووئېل د هند اېجنټ د ترهګرۍ او په نورو وارداتو كښې هم ككړ پاتې شوے۔ ده ووئيل په كاناډا او امريكا كښې هم دا ډول كېسونه رامخې ته شوي٬ د پاکستان په خاوره د هند كاروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ دي۔ خارجه سېکرتري ووئيل د هندي اېجنټس اعترافي بيانونه هم شته څوك چې دا مهال زمونږ په ولقه كښې دے٬ مونږ د فنانشل ټرانزېكشنز ثبوت هم لرو، د دې اېجنټس پاسپورټ نمبر او شناخت به شېئر كولې شي٬ ده ووئېل يواځې مونږ نه وائيو كاناډا او امريكې هم دا ډول كاروائې په ګوته كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں