قرآن٬سيرت نبوي(ص)د نړۍ د عصري مسائلو حل رامخې ته كوي ۔انيق احمد

image

كراچي 17 جنوري (اے پي پي)د مذهبي چارو او د مذهبونو همغږۍ نګران وفاقي وزير انيق احمد په زده كوونكو د دين سره سره د عصري مسائلو په اړه د پوهې په راپېدا كولو زور راوړولو سره وئېلي دي قرآن او سيرت طيبه زمونږ لارښودنه كوي او د ژوند هر څانګې په اړه بنيادي اصول وړاندې كوي۔هغه د مذهبي چارو او مذهبونو همږۍ وزارت او د اقرا پوهنتون تر سيوري لاندې سيرت النبي(ص)او د عصري چېلنجونو حل په عنوان د شورو په ورځ راجوړ كړي كنفرنس ته خطاب كولو۔وفاقي وزير ووئيل دا ضروري ده چې زده كوونكي نه يواځې په دين پوهه شي بلكې د حاضر دور تقاضو سره سره معاشي٬سماجي او په نورو مسئلو هم د اسلامي تعليمات په رڼا كښې پوهه ولري او د تازه ترين نړيوال صورتحال څخه خپل ځان خبر اوساتي۔ده ووئيل دين او دنيا يو بل سره تړلې دي او د دين تفهيم د دنياوي چارو پوهېدو نه بغېر ترلاسه كېدې نه شي٬ ده ووئېل مونږ له به د عصري مسئلو حل د قرآن او سيرت طيبه په رڼا كښې لټول وي۔اسلام د عمل او علم په اطلاق زور راوړي او د حضرت محمد(ص)ژوند د هر انسان لپاره د لارې مشال دے

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں