اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي رياست به د شهيدانو كورنۍ ??ه هېروي٬ ترهګر بزدلانه كاروائۍ كوي ٬ د هغ??ي په ضد به جنګ په تندۍ سره روان وي٬ ترهګر د 24 كروړه اولس عزم ته ماتې نشي وركولې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ش??ې چې پكښې باجوړ كښې د پوليو ډلې ساتونكو پوليس اهلكارو باندې د بريد غندنه ش??ې او د بريد په نتيجه كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو لپاره فاتحه خواني كولو سره هغ??ي ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل رياست به د شهيدانو كورنۍ ??له هم نه هېروي٬ پوليس اهلكار زمونږ سباون لپاره ش??يدان شوي ٬ ده ووئېل ترهګر بزدلانه كاروائۍ كوي ٬ د هغ??ي په ضد به جنګ په تندۍ سره روان وي٬ ترهګر د 24 كروړه اولس عزم ته ماتې نشي وركولې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان څخه د پوليو تر خاتمې به د پوليو مخنيوي مشن په بشپړه توګه دوامداره ساتلې شي۔