د هېواد خوراك حاجت ترسره كولو له به د كركيلې پرمختګ ته خاص پاملرنه كول وي۔ سيد فخر امام

image

اسلام آباد۔29جون (اے پی پی) د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير فخر امام وئيلي دي د هېواد خوراك حاجت ترسره كولو له به مونږ له د كركيلې پرمختګ ته خاص پاملرنه كول وي۔ د روان كال په مهال هېواد كښې 6 مهمو فصلونو سره د كركيلې پېداوار كښې ريكارډ اضافه رامخې ته شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقی وزیر د نهې په ورځ د نجي څانګې” نیوټری بز“ په مرسته د خوراك ضرورتونو په اړه راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د هند او نورو هېوادونو په مقابل كښی به مونږ راروانو څو كلونو كښې خپل اهداف سر كړؤ۔ پاكسان كښی د خوراك حاجتونه ترسره كولو له به نوې ټېكنالوجي كارولې شي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د ويژن ترسېوري لاندې د كركيلې په بجټ كښې اضافه شوې دغسې چې د هېواد د خوراك حاجتونه ترسره كړې شي۔ په دې موقع د نېشنل انكيوبيشن سنټر پروجېكټ ډائرېكټر پروېز عباسي پروګرام منېجر ذيشان شاهد په شمول ګڼ شمېر نور ګډون كوؤنكي موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا د كركيلې څانګه كښی د ذاتي خوښي لرلو له امله د كروندګرو باور بحال شوے او د كركيلې څانګې په زړه پورې پېداوار ترلاسه كېدل ممكن شوي۔ هغه ووئيل د روان كال په مهال هېواد كښې د غنمو 27.3 ملین ټنه ریکارډ پېداوار شوے كوم چې د تېر كال 25.3 ملین ټن مجموعی پېداوار نه 02ملین ټن زيات دے۔دغسې په وريژو ٬ جوار ٬ پياز ٬ آلو او د مونږ پھلي پېداوار كښې ريكارډ اضافه شوې ۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں