اسلام آباد24جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي، ریډيو پاكستان او اے پي پي داوسنيوختغوښتنو سره سموو٬ نوې ټېكنالوجي او نوے پروګرام راوړندې كوٶ٬ د هېواد په تاريخ كښې په وړٶمبي ځل ډيجيټل ايډورټائزنګ پاليسي جوړېږي، د کېبل ډيجيټلائزيشن عمل سره به چينلز ريټنګ كښې سپېځلتيا راشي٬ مونږ د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ پلو روان يو٬ د پاكستان ميډيا چېنلز له نړيوال سياست او مسائلو ته پام كول پكار دي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړي ۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن سينيټر فېصل جاوېد كوله ۔ وفاقې وزير ووئيل د پاكستان چېنلز نړيوال سياست او مسائلو ته پام نه كوي، د هېواد په نيوز چېنلز يوازې د هېواد د سياست خبرې كېږي۔ ده ووئيل هندي سركار په مقبوضه جمو و كشمير د آل پارټيز كنفرنس رابللے خو د پاكستان په ټي وي چېنلز په دې لړ كښې يوه خبره نه ده شوې۔ ده ووئيل اے پي پي ډيجيټل نيوز اېجنسي جوړوٶ٬ د وزارت ډيجيټل ميډيا ونګ په اے پي پي كښې ضم كوٶ۔ ده ووئيل موجوده حکومت اے پي پي د رائټرز او ايجنسي فرانس پرېس (اے اېف پي) په طرز د اودرولو عزم لري۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل اے پي پي يو قوي نېټ ورك لري كوم چې ښه خبرونهاو د سېلګرۍ ودې لپاره استعمالېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل په شپږو مياشتو كښې به انګليسي چېنلز پېل كړو۔ ده ووئيل پي ټي وي په اېچ ډي منتقل كوٶ٬ كوچنيانو لپاره به كډز چېنل هم ډېر زر پېل كوو ۔ وفاقي وزير ووئيل رېډيو پاکستان به ډيجيټلائز كولې شي او په دې كښې به جديد ټيکنالوجي معرفي كولې شي۔ ده ووئيل دا مهال رېډيو پاکستان ته نزدې يو ارب روپۍ واجبات وركول دي۔ ده ووئيل د رېډيو پاكستان پراپرټيز د دې مفاد لهكارېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د راډيو پاکستان ملازمانو ته د وزيراعظم هاٶسنګ سكيم له مخې په كورونو وركولو هم غور روان د۔٬ ده ووئيل د بده مرغه قبضه مافيا په سركاري زمكه قبضې كړي ٬ په دې لړ كښې وفاقي كابينې سركاري زمكې د قبضه ګرو نه خلاصولو لپاره د پبلك پراپرټي ريموول آف انکروچمنټ بل 2021 معرفي كولو منظوري وركړې ٬ د دې قانون له مخې به د وفاقي حکومت لخوا يو افسر مقرر كولے شي څوك چې به په سركاري زمكو قبضه ګرو ته شوګاز نوټس جاري كوي ٬ د تسلي وړ ځواب نه وركولو په صورت به د زمكې خلاصولو لپاره هغه د اقدامات اختيار لري۔ده ووئېل ھغه ضروري اقدامات به هم كولې شي چې پكښې به سزا او جرمانې شاملې وي۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووېيل کېبل نېټ وركههم ډيجيټلائز كوٶ او په دې لړ كښې پاليسي د وفاقي كابينې نه د وړاندې نه منظور كړې شوې۔ ده ووئيل دې پاليسۍ سره به د چېنلز معيار او شمېره ښه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووېيل د ډيجيټلائزيشن عمل سره به چينلز ريټنګ عمل كښې هم سپېځلتيا راشي۔ ده ووئيل پاكستان كښېنزدې 2.4 مېليونه كسان ټي وي چېنلز ګوري او د کېبل ډيجيټلائزيشن څخه به د ټي وي چينلز د عكس رزلټ هم واضحه شي ۔ ده ووئيل د هېواد 54 فيصده كسان سپورټس چېنلز ګوري او په دوېم لمبر تفريحي چېنلز كتلے كېږي او يوازې لس او 15 فيصده كسان نيوز چېنلز ګوري۔ ده ووئيل تعليمي چېنلز لپاره لېنډنګ چارجچز صفر كړے شوي او دې اقدام سره به د چينلز شمېره زياته شي۔ ده ووئيل د ډيجيټل باکس د لارې به صارفينو ته ھغه وخت په هېواد كښې دنزدې 190 څخه 200 چينلز د كتلو موقع په لاس ورشي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل په هند كښې نزدې 1100 چينلز چلېږي او پاكستان له به چېنلز د 700 نه زياتول وي۔ ده ووئيل کيبل آپريټرز ته په وړومبي ځل د کونټينټ اخستو اجازه وركړې شوې ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د فلمي صنعت بحالۍ لپاره هم كار روان دے، جامع فلم پاليسي جوړه كړې شوې٬ سعودي عرب، ترکيه او د چين اشتراك په دې لړ كښې ګټورثابتېدے شي۔ د کمېټۍ په غونډه كښې سنېټرز عرفان الحق صديقي، بيرسټر علي ظفر، عون عباس، انور لال دين، محمد طاهر بزنجو نه علاوه د وزارت او نورو اړوندوادارو چارواكو ګډون كولو