اسلام آباد 21جون (اے پي پي)د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئېلي دي موجوده حكومت د برېښنا د تقسيم او ترسيل په څانګه كښې 800 ملين ډالره سرمايه كاري كړې كومې سره چې 4 زره مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې شامله شوې٬ ګرځينده قرض كښې د تېر كال په نسبت 200 اربه روپۍ كمے راغلے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د امريكې ناظم الامور سره په خبرو كښې كړې۔د ملاقات په مهال د توان په څانګه كښې په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې شوې۔د پاور ډويژن سېكرټري علي رضا بهټه د امريكې اكنامك كونسلر او نور اعلٰی چارواكي هم په ملاقات كښې موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان او امريكا د توان په اړه ښې اړيكې لري٬د موجوده حكومت د پالېسو په سوب اړيكو ته نوره وده هم ترلاسه شوې۔په دې موقع د امريكې ناظم الامور د كلين او ګرين ذريعو څخه د برېښنا پېداوار ته په پام كولو د حكومت هڅې وستائلې۔ده ووئيل د امريكې كمپنۍ د پاكستان د توان په څانګه كښې سرمايه كارۍ كولو له خوښي لري۔ده باور څرګند كړو چې د پاكستان او امريكې ترمينځه به د توان په څانګه كښې مرستې ته لا وده ترلاسه شي