اسلام آباد۔20 جون (اے پی پی) هېواد كښې د كورونا وېكسين په كمي قابو موندلو له د حكومت په خصوصي سپارښتنه د پي آئي اے خصوصي الوتكه 15 لکھ 50 زره سائنو وېک وېکسین راوړلو سره پاكستان ته راورسېده۔ د پي آئي اے وياند عبد الله خان لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ د پي آئي اے پرواز پی کے 6852 چین څخه وېكسين راوړلو سره سهار 11 بجې اسلام آباد ته راروسېد۔ اسلام آباد لپاره د دغه وېكسين نيم مقدار آف لوډ كولو نه وروسته دغه الوتكه كراچۍ لپاره روانه كړې شوه۔ وياند وئيلي د پي آئي اے يوه بله خصوصي الوتكه به د جون په 22 مه نېټه نور 20 لكه وېكسين پاكستان ته راوړي۔ پي آئي اے د دې ريليف آپرېشن لپاره بوئنګ 777 الوتكه كاروي