د اسد عمر اېس ډي پي آئي ډيجيټل كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي ډيجيټل اکانومي هېواد لپاره زياته ضروري ده٬ بايد دا نه يوازې اېليټ كلاس بلكې تر لاندينۍ طبقې ورسولې شي٬ هر څوك دا معلومات لري چې حكومت څه كوي ځكه چې دا جديد دور دے٬ څوك بې خبره نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اېس ډي پي آئي ډيجيټل كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت به لا خپلواكه كول وي٬ د ډيجيټلائزېشن د لارې معاشي هلې ځلې مانيټر كېدې شي۔ اسد عمر ووئيل په سوشل سېكټر ريسرچ كښې اېس ډي پي آئي مهم كردار لري٬ مونږ له به انټر پرينيور شپ مخ په وړاندې بوتلل وي او ضروري نه دې چې په لويه كچه دې وي بلكې په كوچنۍ كچه هم سرمايه كاري كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې لاس كېدې شي۔ ده ووئيل كله چې مونږ د ګورننس اکائونټ ايبلټي خبره كوٶ نو په دې كښې د ډيجيټل ټيکنالوجۍ مهم كردار لرلې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں