خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره بشكيك ته ورسېدو

image

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د پلاوي سره د كرغزستان پايه تحت بشكيك ته رسېدلې دې۔د مناس په هوائي اډه پھ كرغزستان كښې د پاكستان سفير فيصل نيازترمذي او كرغزستان خارجه وزارت سينئر چارواكو د خارجه وزير هركلې وكړو۔د يادونې وړ ده چې د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل دوه ورځنۍ غونډه د نن څخه په بشكيك ښار كښې پېل كېږي چې پكښې د شنګهائي مرستې تنظيم ټولو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو/استازو ګډون متوقع دې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔هغه به د تنظيم غوندې پرانستې دستورې ته خطاب كوي او بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره خاص سائيډ لائن ملاقاتونه هم كوي۔شنګهائي مرستې تنظيم خارجه سېكتر سره هم خارجه وزير خاص ملاقات كوي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا