د اے پي پي او بېلټا ترمينځه د مفاهم په يادښت عملدرآمد له تګلاره وضعه كولو لپاره د مرستې په نورو دريو دستاويز لاس ليك

image
APP80-19 ISLAMABAD: March 19 – Ambassador of Belarus Andrei Ermolovich registering his remark on the Visitors’ Book during his visit to APP Headquarters. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی) پاكستان او بېلاروس ترمينځه د مېډيا رابطې د دواړو هېوادونو كلتور او معيشت لپاره د ګيټ وے كردار ترسره كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ايرينا اكلووچ د بېلاروس سفير سره د اے پي پي هېډكوارټر دورې په مهال د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر قمر الله چوهدري سره ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع اے پي پي او بېلټا ترمينځه په نړيوالو كچه د خبرونو او په خاص توګه د سوشل مېډيا بدلو شوو رجحاناتو كښې تكنيكي مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلې شو۔د بېلټا ډي جي ووئيل د خبرونو تبادلې سره دواړه متحركې ټولنې د يو بل تر اطلاعاتو رسنه ترلاسه كولې شي او دې سره به شريكو اړيكو ته وده وركړې شي۔ده ووئيل زما د پاكستان دوره د 25 كلنې سفارتكارۍ اړيكو په تناظر كښې ده۔په دې مهال ده د اطلاعات او خپرونو وزير٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سره د ملاقاتونو نه علاوه د عكسونو نندارتون پرانستې دستوره كښې ګډون هم كړې كوم چې د بېلاروس كلتور رامخې ته كولو لپاره ؤ ۔ده ووئيل بېلټا د ورځې 200 نيوز آئټم جاري كوي او دې سره سره د 4 لكه څخه د زياتو عكسونو ذخيره هم لري۔په دې موقع د اے پي پي اېم ډي د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان هېډكوارټر٬ 9 بيوروز او 7 سټېشنو سره سره د مهمو بهرنيو هېوادونو كښې د خپلو نمائندګانو د لارې د ادارے د چارو څخه د بېلټا ډي جي خبر كړو۔ده ووئيل د اے پي پي ګلوبل پېل كولو مقصد نړيوالو سامعينو ته رسېدل دي ۔د دې نه پس د بېلټا ډي چي او اے پي پي اېم ډي د موجوده مفاهم په يادښت عملدرآمد له د تګلارې غوره كولو لپاره د مرستې په درېو دستاويز لاس ليك وكړو۔د اے پي پي اېم ډي د بېلټا اېم ډي او د بېلاروس سفير ته سووينئر وړاندې كړو دغسې دوي د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔ډائرېكټر نيوز شفيق قرېشي٬د انفارمېشن ټېكنالوجي ډائرېكټر غواث خان٬د اكنامك نيوز ډائرېكټر بلال تهيم هم په دې موقع موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں