د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي وزيراعظم عمران خان به په 30 مارچ په لاهور رېلوے سټېشن د جناح ايكسپرېس پرانسته كوي٬ټرېن به درې بجې د لاهور كينټ رېلوے سټېشن څخه كراچۍ ته روانېږي٬د لاهور څخه تر كراچۍ كرايه به 7 زره روپۍ وي٬د پېنډۍ٬لاهور او كراچۍ ترمينځه به د سرسيد احمد خان په نامه نان سټاف ټرين چلولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د لاهور رېلوے هېډكوارټر كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل غواړم چې د تفتان نه تر كوئټه 700 كلوميټره ټرېك په سټينډرډ ګېج بدل كړې شي٬په يو ساعت كښې 160 كلوميټره مزل لپاره به نوې ټرېك غزولې شي٬ ده ووئېل 25 كاله پس به درګئ د كراچۍ سره وتړلې شي۔د دې نه پس به د كوهاټ څخه هم سروس پیل شي۔ده ووئيل د چين څخه 69 لوكو موټو كوم چې رېجيكټ كړې شوې په هغې كښې 5 لوكوموټوز د ټرائلز په بنياد د رسالپور لوكوموټو فيكټري كښې د سمولو كار پېل شوې۔ده ووئيل د ډي اي اېم يو سره به شټل ټرين چلولې شي۔دا شټل ټرين به د لاهور٬فېصل آباد٬ملتان٬سكهر٬حېدر آباد٬كراچۍ او پینډۍ ترمينځه چلولې شي۔ده ووئيل د غريبانانو لپاره به هم يو نائيټ ټرين چلولې شي او يو اكانومي كلاس ټرين به هم چلولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں