وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په تازه سياسي صورتحال٬ آئيني او قانوني چارو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د معيشت بهترې لپاره د حكومت په اقداماتو هم خبرې وشوې۔ د پاكستان تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې رياست وړومبې او سياست ورپسې راځي٬ رياست به په يو صورت كمزورې كولو ته ورنه كړو٬ د قانون په نظر كښې ټول برابر دي٬ په ټولو به د قانون يو ډول اطلاق كېږي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې د عدالت نه واخله تر ستره محكمه په هر ځائ په خپله وړاندې شوے يم٬ ملكي ادارې به لا قوي شي٬ د پاكستان استحكام ادارو سره تړلې دے۔ وزيراعظم ووئيل چې كرتارپور لار به د مذهببونو ترمېنځه د همغږې غوره مثال وي۔ د ټولې نړۍ څخه د راتلونكو سكهـ زائرينو هركلي كولو ته تيار يو۔ ده ووئيل چې د معيشت استحكام لپاره د كېدونكو هڅو نتيجې راوځي٬ په كرنټ اكاؤنټ خساره كښې 32 فيصده كمې ريكارډ شوے٬ په تجارتي خساره كښې كمې او په برآمداتو كښې اضافه خوشبينه ده۔ اقدامات روان دي او په راتلونكو څو مياشتو كښې به لا بهتري راشي۔ په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف لارښود بابر اعوان ووئيل چې د مولانا د دهرنې اصل وجه په معيشت كښې بهتري ده۔ د اسلام آباد دهرنا د سترې محكمې د پرېكړو خلاف ورزي ده۔ مشروط اجازه يوازې مارچ لپاره وه دهرنې لپاره نه وه۔ ده ووئيل چې د مولانا د مارچ په نتيجه كښې كشمير كاز د منظر نه غائب شوے۔ بابر اعوان په وخت د كرتارپور لارې په ترسره كېدو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې په ترسيلات زر كښې ريكارډ اضافه په حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو د باور څرګندونه ده۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں