د وزيراعظم عمران خان د جرائم پېشه كسانو په ضد د كارروائۍ امر

image
APP52-28 LAHORE: October 28 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting on Law and order situation at CM Office. APP photo by Mustafa Lashari

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جرائم پېشه كسانو په ضد د بشپړه كارروائۍ كولو امر كړے او وئيلي ئې دي كه په افسرانو كوم فشار راغلو نو زه به ورسره ولاړ يم ۔ ده دا امر د ګل په ورځ پنجاب كښې د امن او امان صورتحال په اړه د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬ د تعليم او تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬ د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار٬ د قانون صوبائي وزير محمد بشارت راجه٬ صوبائي وزير محمد هاشم ډوګر٬ د لوبو صوبائي وزيړ محمد تېمور خان٬ د محنت صوبائي وزير انصر مجيد خان٬ د پنجاب چيف سېكتر يوسف نسيم كهوكهر او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پنجاب آئي جي د صوبې د امن او امان صورتحال او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان په قصور او چونيا كښې په ماشومانو د تېري د پېښو او په چائلډ پورنوګرافي كښې د ككړو عناصرو په ضد په شپږو مياشتو كښې دننه د يوې مربوطې حكمت عملې له مخې په واضح پلان د عملدرآمد په اړه خبر كړې شو۔ وزيراعظم عمران خان په قصور او چونيا كښې په ماشومانو د تېري پېښو په اړه ووئيل په دې پېښو سخت دړدېدلې يم ٬ د دې جرم په وجه د الله عذاب راځي۔ وزيراعظم د پنجاب وزيراعلٰي او اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې هغه دې د قصور٬ چونيا او نورو ځپليو سيمو دورې كولو سره هلته علماﺀ٬ صاحب حيثيت خلقو٬ د سكولونو ښوونكو او مور او پلارانو سره ملاقاتونو كښې ماشومان د دې جرم نه د بچ كولو مناسبې تربيې او په دې كښې ككړ كسان په ګوته كولو لپاره د خبرتيا كمپائن پېل كړي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې دې د اولس خبرولو يو بشپړه كمپائن وچلولې شي ځكه چې د دې جرم مقابله حكومت او اولس په ګډه كولې شي۔ وزيراعظم د لويو جرائم پېشه عناصرو په ضد د بشپړه كارروائې كولو امر هم وكړو او وې وئيل كه په دې لړ كښې په افسرانو كوم فشار راغلو نو هغه به سره ولاړ وي۔

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں