اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د ا??تساب عدالت د خزانې پخواني وفاقي وزير اس??اق ډار په ضد دائر د امدن نه د زياتو اثاثو ريفرنس كېس اورېدنه د ستمبر تر 5مه نېټه وځنډوله۔ د جمعې په ورځ د ا??تساب عدالت جج محمد بشير د ريفرنس اورېدنه وكړه۔ په دې موقع د ا??تغاثه د دوه ګواهانو بيانونه قلم بند كړې شول۔ عدالت د ا??تغاثه ګواه عمر دراز بيان قلم بند كړو۔ د ا??تغاثه دويم ګواه بشارت محمود د كوم تعلق چې نېب سره د??٬ په خپل بيان كښې ووئيل چې د نومبر په وړومبې نېټه كال 2017م كښې د لاهور نېب لخوا ??ال اف نوټس ترلاسه شوے و۔ په پېنډې نېب كښې د كال 2004م نه د كلرك خدمات ترسره كوم۔ د اورېدنې مهال د درېم ګواه بيان قلم بند نه كړے شو۔ عدالت نور درې ګواهان اشتياق احمد٬ محمد ا??مد او طا??ق سليم طلب كولو سره اورېدنه د ستمبر تر 5مه نېټه وځنډوله۔