پینډۍ 19 جولائی (اے پی پی)د احتساب عدالت څخه په ايون فيلډ ريفرنس كښې سزا شوي پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف او مريم نواز سره د هغوې كورنۍ او د مسلم لي??(ن)لارښودو د زيارت په ورځ په اډياله زندان كښې ملاقاتونه كړي دي ۔نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)صفدر سره ملاقات كوونكو كښې سلمان شهباز٬نصرت شهباز٬جنيد صفدر د سندھ ګورنر زبير عمر٬ سناتور راجه ظفرالحق٬مريم اورنګزېب٬خرم دستګير٬آصف كرماني٬جاوېد هاشمي٬اي??ز صادق٬پروېز شريد شامل وو۔د زندان انتظام?? ميا محمد نوا زشريف٬مريم او كېپټن(ر)صفدر سره د ملاقات لپاره د زيارت په ورځ مختص كړی وه او په دې اړه د زندان چارواكو نواز شريف سره ملاقات لپاره حتمي فهرست مرتب كړې وو۔د فهرست له مخې جنيد صفدر پشمول د شريفې كورنۍ 17 كسان ملاقات لپاره زندان ته راغلې او 23 لي??ي لارښودو كښې د نورو نه علاوه آصف كرماني٬جاوېد هاشمي٬پروېز رشيد٬پخوانې سپيكر سردار اي??ز صادق نامې هم شاملې وې۔د مسلم لي??(ن)لارښودو سره 11 د ن لي?? وكيلان هم ملاقات لپاره اډياله زندان ته رسېدلي۔په دې موقع د زندان دننه او باهر سخت انتظامات شوي وو۔د نواز شريف درملنه كونكې ډاكټر عدنان هم په اډياله زندان كښې د هغه سره ملاقات كړے دے