مري ﴿ګهوړا ګلي﴾ 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي چې د پېښور٬ بنو او مستونګ پېښو قوم غمجن كړے٬ د ترهګرې د اوسنيو پېښو چې څومره غندنه وشي كمه ده٬ د ترهګرو مقصد ټاكنې ځنډول دي٬ ??وي به په خپلو مقاصدو كښې كاميابې ته پرې نه ښودل شي٬ ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي٬ ??ښمن نه غواړي چې په هېواد كښې جمهوريت وي٬ ټولې امنيتي اېجنسې او اړوند ادارې دې په ګډه د دوي مقابله وكړي٬ په ټولنه كښې د ناارامې كېفيت پېدا كولې شي٬ ټول قوم د هېواد دښمن عناصرو ناپاك عزائمو ته ماتې ورك??لو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لارنس كالج ګهوړا ګلې كښې د نېشنل بك فاؤنډېشن او د لارنس كالج په شركت سره د كتابونو د درې ورځنې مېلې د پرانستې دس????رې ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا ك??لو او خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې په پېښو٬ بنو او مستونګ كښې د ترهګرې د پېښو غندنې لپاره الفاظ نشته۔ په دس??وره كښې د ترهګرې په پېښو كښې شهيد شويو لپاره د يوې دقيقې خاموشي هم اختيار كړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د ترهګرو مقصد ټاكنې ځنډول دي٬ ??وي به په خپلو مقاصدو كښې كاميابې ته پرې نه ښودل شي٬ ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي٬ ??ښمن نه غواړي چې په هېواد كښې جمهوريت وي۔ ده ووئيل چې ضرورت دے چې وفاقي او صوبائي حكومتونه٬ قانون نافذ كوونكې ادارې او رياستي ادارې په ګډه د ترهګرې مقابله وكړي لكه څنګه چې پوره قوم او د پاكستان پوځ د ترهګرې په ضد جنګ په عملي توګه ګټلې دے اوس به ئې هم عزائم ناكام كړي۔ ده ووئيل چې كوم سياسي قوتونه په دې وخت كښې د ترهګرو په هدف دي٬ ??ايد دوي د اخلاقو په ضابطه عمل وكړي٬ ?? اخلاقو په ضابطه كښې د معلوماتو د تبادلې طريقه كار وضع كړے شوے٬ په دې بايد عمل وشي او د اولسي غونډې او انتظاماتو اطلاع دې وكړي او غونډې لپاره دې د پوليسو څخه اجازه ترلاسه كړې شي چې دغسې د كومې ناوړه پېښه څخه بچ شو۔ دس????رې ته د وېنا ك??لو په مهال سيد علي ظفر د اېنې كونيډلين د قول حواله وركړه په كوم كښې چې ده وئيلي دي چې ما په كتابونو كښې نه يوازې د ن??رې نرۍ بلكې د خپلې نړۍ سفر كړے۔ ده ووئيل چې كتابونه زده كوونكو لپاره ښه ذريعه ده او علامه محمد اقبال هم د من سفري په اهميت ټينګار كړے۔ ده ووئيل چې دې كالج ډېر نامتو شخصيات پېدا كړي دي۔ وروستو مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ګرفتارې ورك??لو لپاره راغلي وو او نېب هغه نيولي دي او دا ټوله كارروائي د معمول له مخې شوې۔ ده ووئيل چې نواز شريف ته خواستونه دائر ك??لو او وكيل ك??لو لپاره ټولې اسانيې وركولې شي۔ ده ووئيل چې نواز شريف ته به د پنجاب حكومت د زندان مېنوئل له مخې په زندان كښې اسانيې وركولې شي٬ نه به د دې نه كمې وي او نه زياتې۔