اسلام آباد 21مئي (اے پي پي) د انساني پرمختګ قومي كميسون ﴿اېن سي اېچ ډي﴾ تعليم ټولو لپاره د پروګرام له م??ې په بلوچستان كښې د پرائمرې په كچه 16 زره 430 زده كوونكي داخل كړي دي۔ د انساني پرمختګ د قومي كميسون د آپرېشن ډائرې??ټر سكندر شاه اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اېن سي اېچ ډي د كور په درشل د تعليم حق په نظ?? كښې ساتلو سره د بلوچستان په 24 ضلعو كښې د نجي څانګې په شركت سره 439 سكولونه جوړ كړي دي۔ ??ه ووئيل چې مونږ د تعليم محكمې سره په ګډه كار كوو او په بلوچستان كښې د تعليم هر ډول ممكنه اسانيې وركولې شي۔ ??ه ووئيل چې اېن سي اېچ ډي په هېواد كښې په پاتې سيمو كښې معذور ماشومانو ته تعليم وركولو لپاره ښوونكو ته خاص تربيه وركوي