ډېووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د سوېټزز لېنډ ډيووس ښار كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د آسيائي انفراسټركچر انوېسټمنټ بانك صد جني لي كيان ملاقات كړے۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او نور مشران حكومتي چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د اسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ بنک ??ه اولنو ورځو كښې عزم لرونكې پلوې پاتې شوې۔ ده هيله ولرله چې بانك سره به مضبوطې او غوره اړيكې په ځائې ساتلې شي۔ وزیراعظم ?? بانك صدر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ وزیراعظم ?? بانك صدر جن لي كيان ته ووئيل د وفاق تر انتظام لاندې سيمو پرمختګ او دا سيمې سماجي او اقتصادي هلو ځلو كښې شاملولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم په دې خبره زور ??اوړو چې فاټا كښې د بندونو جوړولو له د فنډز وركولو سره به دا سيمې پرمختګ او په قامي چوكاټ كښې راوستلو له ښكاره پېشرفت وشي۔ ده د اوبو ذخيره كولو ٬ د بنيادي اډانې او د توان ??ه اړه د راتلوونكو منصوبو عمل درآمد كښې ?? بانك لخوا د مرستې په حاجت زور ??اوړو۔ آسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ ګڼ اړخيزه پرمختيائي بانك دے كوم چې بنيادي اډانې او سيمه ايزو رابطو له مالي مرسته كوي۔ ?? بانك د سرمايې حجم 100اربه ډالره دے۔ پاكستان د دې بانك په جوړونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ د بنک په بورډ آف ګورنرز كښې پاكستان لپاره يوه چوكۍ شته۔ بنک پاکستان كښې موټروے ??ېم فور ??وركوټ خانيوال سېكشن او تربېله فائیو توسیعی منصوبې له پرله پسې د 100 او 300 ملینه ډالرو مرسته كړې۔ تېره مياشت د بورډ آف ډائرېکټرز 7 كسيزه پلاوي د پاكستان دوره هم كړې وه۔