اسلام آباد ?? 2 د??مب?? (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ اد??رې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ددې ټاكنې اعلان ويانا كښې د جنرل كنفرنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ??رځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان ??ه صنعتي بورډ لپاره ??ال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او بجټ كمېټۍ له به 2018ء څخه تر 2019 د دوه كالو مودې له كار كوي۔ ویانا كښې پاكستانۍ سفيره عائشه رياض هم د جنرل كنفرنس دوهم صدر غوره ??ړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د پاكستان دا ټاكنه په ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو صنعتي پرمختګ اد??رې سره غوره اړيكې لري او پاكستان د پرمختګ ايجنډې 2030ء تر سېوري لاندې د ټاكلو هدفونو ترلاسه كولو له به د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ اد??رې سره ??ار روان ساتي۔