اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) پخوانے وزيراعظم د نهې په ورځ احتساب عدالت ته وړاندے شو۔ عدالت د نېب په 3 رېفرېنسز كښې په پخواني وزيراعظم نواز ش??يف فرد جرم لګولو له د اكتوبر 2 مه نېټه غوره كره۔ پخوانے وزيراعظم نواز ش??يف د احتساب عدالت جج محمد بشير ته وړاندې شو په دې مهال د امنيت سخت انتظامات شوي وو او د مسلم ليګ نون لوئے شمېر لارښود او په لوئے شمېر كارمندان موجود وو۔ ??اض?? جج پخواني وزيراعظم ته د حاضرۍ لګولو څخه وروستو د بېرته تلو اجازه وركړه۔ دې څخه وروستو نواز ش??يف پنجاب هاؤس ته لاړو۔ احتساب عدالت پخواني وزيراعظم ٬ حسن ٬ حسېن ٬ مريم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر ته د نهې په ورځ په ذاتي حېثيت د حاضرېدو حكم كړے وو۔ د اورېدنې په د پخواني وزيراعظم وکیل خواجه حارث د نواز ش??یف حاضرۍ څخه د استثنیٰ خواست جمع كړو او عدالت ته ئې استدعا وكړه چې دده د كورودانې لندن كښې درملنې روانې ??ي له دې كبله ده ته دې حاضرۍ څخه استثنی وركړې شي۔ عدالت د نېب په درې رېفرنسز كښې فرد جرم لګولو له د اكتوبر 2 مه نېټه ټاكلو سره ووئيل د نواز ش??يف حاضرۍ څخه د استثنی په خواست به د فرد جرم لګولو څخه وروستو پرېكره كولې شي۔ عدالت د حسن ٬ حسېن ٬ مريم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر عدالت ته د نه پېش كېدو په سوب د دوئي د ضمانت وړ وارنټ جاري كولو سره دوئي ته د 10 ٬ 10 لكهه روپو مچلكې جم?? كولو او د جولائي مياشتې 28 مې نېټې عدالتي پرېكړې په ړنا كښې نېب د شريفې كورنۍ په ضد 3 رېفرنسونه عدالت كښی جمع كړي دي۔ كوم چې د ايوان فيلډ پرابړټيز ٬ العزيزة اسټېيل ملز او فلېګ شپس سره اړوند دي