د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد سره د بل ګيټس ملاقات٬د غربت خاتمې په اقدامات د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 26جون(اے پی پی)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن روبينه خالد سره د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال مستحقې مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه كولو او سكل ډيويپلمنټ د لارې د غربت خاتمې په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ روبينه خالد د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام مستحقيقن د غربت څخه ويستلو كښې د فني مهارت د رسنې په مهم كردار زور راوړو۔دې ووئيل مېرمنې په مجموعه توګه خپلواكه كولو لپاره معاشي خپلواكي ضروري ده٬مالي خپلواكي د مېرمنو د آزادۍ او كاميابۍ دليل دے٬مستحقين د غربت څخه ويستل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام دې مقصد لپاره په بېلو پروژو كار كوو۔بل ګيټس د بېنظير انكم سپورټ پروګرام اقدامات او كاركردګي ستائېلو سره دا ضرورت مندو لپاره يو غوره د خېر ښېګړې پروګرام ګرځولے۔ده د دې پروګرام لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه كولو سره د غذائي قلت مخ نيوي او پسمانده طبقو لپاره غذائي تحفظ كښې اضافه كولو كښې د ځانګړې پېشرفت اعتراف وكړو ۔بل ګيټس ووئيل زه د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام لخوا د غذائيت كمي او غذائي تحفظ پشان مهمو مسئلو مخ نيوي كښې د ځانګړې پېشرفت ستائنه كوم۔چيئرپرسن روبينه خالد د بل ګيټس د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام په پروژو كښې په پرله پسې مرسته مننه وكړه۔دې ووئيل مونږ د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن د مرستې مننه كوو كوم چې زمونږ د ټولنې تر ټولو زيات مستحقې طبقې خپلواكه كولو له زمونږ هڅو ته تقويت وركوي۔

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں