د چین د اړخه په سي پېك كښې د نوې منصوبو نه شاملولو خبرونه بې بنسټه دي ۔ د منصوبه بندۍ وزارت

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د چین د اړخه پاك چین اقتصادی راهدرارۍ (سي پېك) كښې د نوؤ منصوبو نه شاملولو په اړه خبرونه بې بنسټه دي۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت د اړخه په جاري شوې اعلامیه كښې وئيلي شوي چې پاكستان او چین په بيلو څانګو كښې سی پیك دائرې ته پراختيا وركولو له لوظي دي، د سی پیك منصوبو له امله د پاكستان انفراسټركچر، توان او ټرانسپورټ په څانګو كښې ښه والې رامخې ته شوې دې۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي چې د سی پیك په وجه بيلو څانګو كښې جدت راغلې او د دغه څانګو د كار استعداد هم زيات شوې، سی پیك سره د پاكستان اقتصادی حالت ښه شوې۔

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں