لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ سره په پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير وليدل

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې حکومت د خپلو وګړو د حقونو د تحفظ عزم لري٬ حكومت به په هېواد كښې د ټولټاكنو تر تابيا آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې رينا کيونکا د جمعې په ورځ ليدلي٬په دې موقع وزيراعظم د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې لړ كښې په دې ورستيو كښې د شوي پېشرفت ستائنه وكړه۔ ده د اروپا منډيو كښې د پاكستان برآمدات په زياتولو كښې د جي اېس پي پلس سکيم په اهم كردار او د دې سكيم د جاري ساتلو په ضرورت زور رواړو كوم چې د پاکستان او اروپائي ائتلاف دواړو په مفاد كښې دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د خپلو وګړو د ټولو حقونو د تحفظ عزم لري۔ د اروپائي ائتلاف سفيرې ووئيل چې اروپا به د پاكستان د حكومت ملاتړ جاري ساتي او د شريكې خوښې په څانګو كښې به مرسته زياتولو لپاره كار كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں