د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن په مشرۍ كښې غونډه ٬ 500 څخه د زيات ډېلي وېجز استاذانو بحالولو هدايت

image

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی) تعليم او پېشه ورې تربيې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر عرفان صديقي وئيلي دي چې څو كاله څخه كار كوؤنكي استاذان د كوم سبب نه غېر فارغ كول مجرمانه كارروائي ده كومه به چې په كوم هم صورت زغملې نه شي٬ اړوندو چارواكو د عدالتي پرېكړو هم احترام ونكړو او د خپلې خوښې تشريح كولو سره يۍ 5 سوه څخه زيات استاذان فارغ كړل۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قائمه كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د تفصیلات لمخې د تعليم وزارت ډي جي او ډائرېكټر كالجز په زباني احكاماتو د اسلام آباد په ماډل كالجونو كښې 551 استاذان د اګست 10 مې نېټې څخه ادارو ته راتللو څخه منع كړل۔ د ځپليو استاذانو نمائندګانو د كمېټۍ چيئرمېن سره تماس ونيولو او ده څخه يۍ په دې لړ كښې مرسته وغوښتله۔ سېنېټر عرفان صديقي دا معامله د نهې په ورځ د كېدونكې غونډې په ايجنډا كښې شامله كړه۔ د كمېټۍ چيئرمېن په وېنا ډي جي د دې باور ورولو هڅه وكړه چې داسې په عدالتي امر شوي دي خو هغه په دې لړ كښې كوم ښكاره عدالتي حكم وړاندے نه كړے شو۔ د كمېټۍ چیئرمېن هدايت وكړو چې د تعليم سېكرټري دې راوبللې شي۔ ده ووئيل په دې اړه د قائد اعظم پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر نياز احمد په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ په دې عرفان صديقي ووئيل كمېټي دې خپل كار روان ساتي خو په دې كښې دې ځپلې شويو استاذانو ته هم نمائندګي وركړې شي۔ كمېټۍ د خواخوږۍ په موقف خپلولو د سېكتر مننه وكړه او هيله يۍ ولرله چې هغه به دا معامله په ښه ډول ترسره كړي۔ د تعليم سېكتر باور وركړو چې ډېر زر به دوئي ته ملازمت وركړے شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې سېنېټرز فوزيه ارشد ٬ فلك ناز ٬ پروفېسر مهر تاج روغاني ٬ جام مهتاب حسېن ٬ د تعليم سېكتر ٬ د اېف ډي اي ډي جي ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن او د قانون وزارت چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں