“صحت مند غذا ۔تندرستی سدا ” كمپائن د اولس ښه صحت د پاك او صحت مند خوراك سره ژور تعلق لري۔وزیراعظم محمد شهباز شریف

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف “صحت مند غذا ۔تندرستی سدا ” كمپائن په اړه وئيلي چې د اولس ښه صحت د پاك صحت مند خوراك سره ژور تعلق لري۔د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم ووئيل دا د اولس حق دې او بايد هغوي ته معلوم وي چې كوم خوراك استعمالوي په هغې كښې څه څه اجزا شامل کړې شوي دي دغسې چې ښه او شفاف معلومات په سوب د خپل خوراك انتخاب وكړي۔ده ووئيل “صحت مند غذا ۔تندرستی سدا ” كمپائن په ټول هېواد كښې اجرا كېږي۔د دې كمپائن ترمخه په د ریستوران به د خوراك بشپړه کیلوریز څخه صارف خبروي۔دې نه ځانله د خوراك څښاك پیك شوي څيزونو به د ډبلیو ایچ او سفارش کړې شوي تجاویز اډانه د غذائیت بشپړه معلومات هم شائع کولې شي۔ده ووئيل دې نه ځانله ټرانس فیټ ایسډ هم يواځي تر 2 فیصده محدود کړې كېږي دغسې چې د زړه او نورو رنځونو مخنيوي وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل دا مهم كمپائن زما سټریټجك ریفارمز یونټ د ټولو صوبو فوډ اتھارټیز سره په ګډه په ټول پاکستان كښې خپروي۔وزیر اعظم ووئيل بايد زمونږ روغتونونه ويران او د لوبو ميدانونه آباد شي او دا كمپائن به د يو صحت مند سباؤن نوید ثابت شي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں