اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري سره د نړيوال بېنك ريجنل هېډ آف سوشل پروټېكشن او اروپا او مېنځنۍ اسياء لپاره لنډمهاله ډائرېكټر نكول كلنګن په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بېنك په مركزي دفتر كښې ليدلي۔ په دې موقع وفاقي وزيرې نکول کلنګن پاكستان كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د سماجي تحفظ د اقداماتو نه خبر كړو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔