مونږ صلاحيت لرونكې قام يؤ٬مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كول وي٬د نړۍ كوم طاقت هم پاكستان پرمختګ كولو څخه ايسارولې نه شي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير

image

اسلام آباد 10جولائی (اے پی پی)د پاكستان پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئېلي دي چې مونږ صلاحيت لرونكې قام يؤ٬ مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كول وي٬ مونږ د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره د يوې ادارې په حېث بشپړه قربانۍ او د زړه او روح قالب سره د دې پړاؤ بشپړ كولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركوو۔ ده د ګل په ورځ د ګرين پاكستان انيشيټيو پاكستان لاندې د غذائي تحفظ تابيا كړې شوي سيمينار ته خطاب كولو۔وزيراعظم په دې دستوره كښې خاص مېلما وو او په سېمينار كښې وفاقي وزيرانو٬د سندھ او پنجاب اعلٰی وزيرانو د څلورو واړو صوبو چيف سېكترانو ٬ د كركيلې پوهانو٬اعلٰی عسكري چارواكو او د ګرد هېواد ګڼ شمېر كروندګرو سره سره نړيوالو مېلمنو٬د برتانيې٬اټلي٬سپين٬چين٬بحرين٬قطر٬سعودي عرب٬تركيه او نورو هېوادونو سفارتكارو او سرمايه كارو هم سېمينار كښې ګډون وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل مونږ دلته د پاكستان يو وارې بيا ګرين كولو له جمع شوي يو۔پاكستان ته پاك پرودګار زيات نعمتونه وركړې دي۔ده ووئيل چې مونږ صلاحيت لرونكې قام يو٬مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل د پاك پرودګار رحمت نه بايد مايوس نه شوو۔د هغه د رحمت نه كافر مايوس كېږي۔مسلمان لپاره دوه حالتونه دي چې مصيبت راشي صبر كوي او چې خوشحالي ترلاسه شي نو شكر ادا كوي۔ده ووئيل پاكستان له د پرمختګ پړاؤنو څخه تېرېدل وي او د نړۍ كوم قوت هم پاكستان پرمختګ كولو څخه كه پاك پرودګار ته منظور وي منع كولې نه شي۔

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں