اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په دې خبره زور راوړولو سره وئېلي دي چې د رائې آزادۍ او د احتجاج تر حيلې لاندې د مذهب٬ د احترام وړ مذهبي شخصياتو٬ مقدس صحيفو او د شعائرو بې حرمتي معاف كېدې نه شي٬د اسلامي نړۍ د اجتماعي غږ په توګه به او آئي سي له په دې معامله بشپړه تګلاره وضعه كول وي او دا مسئله دې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل او د ملګرو ملتونو نورو اړوند فورمز او ادارو سره پورته كړی شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)سېكرټري جنرل حسېن براهيم طه سره ټېليفون خبرې اترې وكړې۔د قرآن پاك په ښكاره توګه د بې حرمتۍ بيا رامخې ته شويو پیښو ذكر كولو سره وزيراعظم د پاكستان لخوا په قصد سره د اپارونكې كارروايۍ غندنه وكړه كومو چې د ټولې نړۍ مسلمانانو جذباتو ته زيان رسولې دې۔ده په دې خبره زور راوړولو سره ووئيل چې د رائې آزادۍ او د احتجاج تر حيلې لاندې د مذهب٬ د احترام وړ مذهبي شخصياتو٬ مقدس صحيفو او د شعائرو بې حرمتي معاف كېدې نه شي۔ وزيراعظم د اسلامو فوبيا دې رجحانات او پیښو په اړه د اسلامي نړۍ تحفظات او مطالبات بيانولو په لړ كښې د او آئي سي سېكرټري جنرل د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم په دې خبره هم زور راوړو چې او آئي سي دې دا مسئله د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل او د ملګرو ملتونو نورو اړوند فورمز ادارو سره پورته كړي۔ د او آئي سي سېكرټري جنرل د قرآن پاك د ښكاره بې حرمتۍ په پېښو د پاكستان د غندنې او تشويش ملاتړ وكړو۔ ده د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د او آئي سي پوخ عزم پخلې وكړو ۔سېكرټري جنرل په عمومي توګه او په دې معامله په خاص توګه د او آئي سي په مذاكرات كښې د پاكستان د لارښودنې كردار ستائنه وكړه