د راروان مالی كال د سركاری څانګې كلن پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعی توګه 2709 اربه روپۍ بېلې كړې شوي، د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي پروژو له د 1150 اربه او صوبائی پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 1559 اربه روپۍ فنډز بېلولو تجویز دے

image

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د راروان مالی كال سركاری څانګې كلن پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعی توګه 2709 اربه روپۍ بېلې كړې شوي، د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي پروژو له 1150 اربه او صوبائی پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 1559 اربه روپو فنډز بېلولو تجویز دے۔ د جمعې په ورځ د جاری شوې پي اېس ډي پي 24۔2023 له مخې بجټ كښې حكومت د ایوی اېشن ډویژن لپاره 5 اربه 45 كروړه، سرمایه كاری بورډ لپاره يو ارب 11 كروړه، كیبنټ ډویژن لپاره 90 اربه 12 كروړه، موسمیاتی بدلون ډویژن لپاره 4 اربه 5 كروړه ، كامرس ډویژن لپاره يو ارب 10 كروړه ، كمیونیكیشن لپاره 36 كروړه، ډيفنس ډویژن لپاره 3 اربه 40 كروړه ، ډيفنس پروډكشن ډویژن لپاره 2 اربه ، اسټیبلشمنټ ډویژن لپاره 80 كروړه، وفاقی تعلیم او پيشه وره تربیې ډویژن لپاره 8 اربه 50 كروړه، فنانس ډویژن لپاره 3 اربه 22 كروړه، صوبو او سپيشل ایریاز لپاره يو كھرب 67 اربه 90 كروړه، سپيشل ایریا اے جے كے ګلګت بلتستان لپاره 60 اربه 90 كروړه، ضم شوي ضلعو لپاره 57 اربه ، صوبائی پروژو لپاره 50 اربه ، هائر ایجوكېشن كمېشن لپاره 59 اربه 70 كروړه، هاؤسنګ اینډ وركس ډویژن لپاره 40 اربه 68 كروړه ، بشري حقونو لپاره 81 كروړه ، صنعت او پيداوار ډویژن لپاره 3 اربه ، انفارمېشن براډ كاسټنګ ډویژن لپاره 2 اربه ، انفارمېشن ټیكنالوجی اینډ ټیلی كام ډویژن لپاره 6 اربه، بین الصوبائی رابطه ډویژن لپاره يو ارب 90 كروړه، لا جسټس ډویژن لپاره يو ارب 40 كروړه، میری ټائم افیئرز ډویژن لپاره 3 اربه 30 كروړه، ناركوټكس كنټرول ډویژن لپاره 15 كروړه، نېشنل فوډ سكیورټی ډویژن لپاره 8 اربه 85 كروړه،هېواد كښې د صحت آسانيو ښه كولو لپاره 13 اربه 10كروړه، قامی تاریخ ورثي ډویژن لپاره 54 كروړه، پاكستان اټامك انرجی كمېشن لپاره 26 اربه ، 10 كروړه، پاكستان نیوكلیئر اتھارټی لپاره 15 كروړه ، پټرولیم ډویژن لپاره يو ارب 50 كروړه، پلاننګ كمېشن لپاره 24 اربه 89 كروړه، د بې وزلۍ ختمولو ډویژن لپاره 50 كروړه، ریلویز ډویژن لپاره 33 اربه ، د مذهبی چارو ډویژن لپاره 80 كروړه، ریونیو ډویژن لپاره 3 اربه 20 كروړه، سائنس اینډ ټیكنالوجی ریسرچ ډویژن لپاره 8 اربه، د ریاستی او سرحدی چارو ډویژن لپاره 96 كروړه، سپاركو لپاره 6 اربه 90 كروړه، واټر ریسورس ډویژن لپاره يو كھرب 75 اربه ، نېشنل هائی وے اتھارټی لپاره يو كھرب 57 اربه 50 كروړه، پاورډویژن لپاره 54 اربه 55 كروړه، پرائم منسټر انیشی ایټو لپاره 80 اربه ، پروژو واجبات لپاره 5 اربه ، وی جی اېف فار پي پي پي پراجیكټ لپاره 20 اربه او صوبوں لپاره د 1559 اربه روپو فنډز تجویز كړې شوي

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں