وفاقي حکومت د توان بچت قامي پروګرام اعلان كړو ، مارکيټونه او ريسټورينټ به د شپې 8 بجې او شادي هالز به د شپې 10 بجې بندولې شي۔ د وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف،مرېم اورنګزيب او د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان کائره پرېس کنفرنس

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف د توان بچت او کفايت شعارۍ لپاره د توان بچت قامي پروګرام اعلانولو سره وئيلي دي د توان بچت لپاره شادي هالز به د شپې 10 بجې، مارکيټونه او ريسټورينټ به د شپې 8 بجې بندولې شي،د سنګين معاشي صورتحال تر مخه به مونږ له خپل عادتونه بدلول وي۔ده د نهي په ورځ د وفاقي کابينې غونډي نه پس د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب او د ګلګت بلتستان او كشمير لپاره د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان کائره سره پرېس کنفرنس ته وينا كوله۔ خواجه محمد آصف ووئيل د کفايت شعارۍ پاليسي وركړې كېږي ، کفايت شعارۍ په اړه کمېټۍ كښې د پاور سيکرټري ،د دفاع وزير پشمول نور وزيران شامل دي۔ده ووئيل د شادي هالز د شپې 10 بجې بندولو پريكړه شوې دغسې مارکيټونه او ريسټورنټ به د شپې 8 بجې بندولې شي،په ټوله نړۍ كښې مارکيټونه د شپې 6 بجې بنديږي خو زمونږ په هېواد كښې د شپې تر 2 بجو پرانستي وي۔ده ووئيل 20 فيصده سرکاري ملازمان به د كور څخه كار كوي، بيلو ذريعو څخه د توان بچت په کولو به معيشت ته په اربونو روپو بچت وشي،دې پريكرې سره به 8 نه تر 9 زره ميګاواټ برېښنا بچت شي او 62 اربه به هم بچت شي۔د دفاع وزير ووئيل په راروانو دوو ورځو كښې د توان بچت په اړه صوبو څخه تجاويز غوښتلے شي ، د توان بچت دا قامي پروګرام دے۔ده ووئيل مونږ اي بائيکس معارفي كوو ٬ دې لپاره د اليکټرك بائيکس درآمد پيل شوے،دې نه علاوه پخواني پکي د 120 نه تر 130 واټ برېښنا باندې چلېږي ، نوي پنکهي نزدې 40 نه تر 60 واټ برېښنا باندې چلېږي ،د نوو پكهو استعمال سره به 15 اربه روپۍ بچت شي ، دغسې د ايل اي ډي بلبونو په كارولو به 23 اربه روپۍ بچت شي ، كورونو كښې د پنکھو او ايئرکنډيشنډ استعمال كښې بچت سره به 8 نه تر 9 زره ميګاواټ برېښنا بچت شي۔ده ووئيل کپيسټي پے منټس په لړ كښې به 28 اربه د مياشتي بچت كېږي ، ګاز وركوونكي کمپنۍ به د ګيزر لپاره بچت آلات وركوي ، دې سره به 92 اربه روپۍ د كال بچت كېږي، متبادل سټريټ لائټس لګولو سره به څلور اربه روپۍ بچت شي۔د دفاع وزير ووئيل وزيراعظم د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د بيان توثيق کړے ،خارجه وزير د پاکستان د اولس ترجماني كړې،ټول قام خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ته پيرزوئنې وړاندې كوي،قام د هغه د بيانيې سره ولاړ دے۔ده ووئيل توشه خانه اوږده قېصه ده ، په دې كښې نور څيزونه هم رامخې ته كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل 69 فيصده اوبه په كركيله استعمالېږي ، فلډ ايري ګېشن به د زرعي مقاصدو لپاره استعمالولې شي ، واټر هارويسټنګ به هم كېږي ، د باران اوبه د ضائع كيدو څخه بچ كولو له به ګامونه پورته كولې شي، صوبي به د دې پاليسۍ او پروګرام په اړه خبرولې شي۔ده ووئيل دا قامي پروګرام دے ، مونږ غواړو چې دا په اتفاق سره پيل شي،د ورځي په رڼا كښې د زياتو بلبونو استعمالولو مخ نيوي لپاره به مونږ له اقدامات كول وي،په دفترو كښې دننه ګڼ شمير بلبونه استعمالېږي،په دې كښې به هم بچت كول وي، ده ووئېل د بيلو ذريعو څخه د توان بچت كولو سره به په اربونو روپۍ بچت شي،تر زيارت ورځې به د کفايت شعارۍ پاليسۍ له حتمي شکل وركړے شي،مونږ له به د خپلو وسائلو تر مخه ژوند كول وي۔ د دفاع وزير ووئيل د 6٬ 7 مياشتو راهسې په دې كار روان ؤ، څلورو واړو صوبو سره د مشاورت نه پس به دې له حتمي شکل وركولے شي ، کفايت شعاري به زمونږ د قامي کلتور برخه ګرځي،دې سره به معاشي مشکلات هم ختم شي۔ د وزیراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان کائرہ ووئيل د هېواد او قام سباؤن لپاره به خپل عادتونه بدلول وي، په کفایت شعارۍ او د توان په بچت په سمدستي توګه عمل درآمد او په امپورټ بل قابو موندلو ته اړتيا ده، د 26 نه تر 28 بلیونه ډالره امپورټ بل كښې پرله پسې اضافه كېږي۔ قمر زمان کائرہ ووئيل پاکستان پیپلز پارټۍ د خپل روايت او د حکومت ترجماني تر مخه بلاول بھټو زرداری د اولسي هيلو له مخې د پاکستان ، د کشمیریانو ، په هند كښې د مېشته مسلمانانو او د اقليتونو مقدمه نړۍ ته وړاندې كړې، زمونږ هېواد تر ټولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار هېواد دے،د ترهه ګرۍ له امله پاکستان ته تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان شوے، ده ووئېل بلاول بھټو زرداری د ملګرو ملتونو کنفرنس كښې هم دا غږ پورته كړے٬ د كوم په ضد چې هند ډېرې چغي سورې وهلي، ده ووئېل كه هر څنګه وي مونږ د خپلو سرونو پرواه نه كوو،د پاکستان مقدمې كولو څخه به شاته نه شو،د انسانیت مقدمه به وړاندې كوو،هم دا زمونږ پريكړه ده او مونږ په خپل ليډر او په خپل وزیراعظم فخر كوو۔ده ووئيل په هېواد كښې دا مهال یقینا مشکل حالات دي،په میډیا كښې هم وئيلي كېږي چې هېواد كښې لوي بحران دے۔ ده ووئيل اپوزیشن لیډر عمران خان هره ورځ په مونږ او د هېواد په معیشت نوے بريد كوي چې هېواد ډيفالټ كيدو پلو روان دے،دا ډول خبرو سره څه هم نه كېږي ، په دې موقع بايد د قام د اړخه هم رسپانس وركړے شي، ده ووئېل د كار په وختونو كښې بدلون كولو سره به څه خرابي نه رامخې ته كېږي بلكه د ډېر سوچ نه پس داسې پرېكرې كوو،۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں