وزيراعظم شهباز شريف ترکيه ته په سي پېك منصوبه كښې د ګډون وړاندېز وكرو

image
APP45-251122 ISTANBUL: November 25 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif and Turkish President Recep Tayyip Erdogan jointly launch PNS Khyber, third of the four MILGEM Corvette ships for Pakistan Navy. APP

ترميم شده

استنبول 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ورور هېواد تركيه ته په پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه (سي پېك) كښې د شموليت وړاندېز وركولو سره وئيلې دي سي پېك كښې ګډون سره به د غربت خاتمه اوشي ٬ اولس ته د تعليم او صحت غوره اسانۍ په وركولو به اولس اختيار منده جوړېدو سره منطقه كښې د مجموعي پرمختګ او سوكالۍ نوې دورې پېل شي۔ وزيراعظم دا خبره د جمعې په ورځ د تركيه صدر رجب طيب اردوان سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې ۔ ده ووئيل پاکستان د چين صدر شي جن پنګ د بيلډ اينډ روډ انيشيټو له مخئ د سي پېك ګټې څخه استفاده كوي٬ زه دا تجويز لرم چې دا منصوبه تر چين٬ پاكستان او تركيه پراخه كړې شي٬ دا به يوه غوره مشتركه منصوبه وي۔ ده ووئيل دې سره به په منطقه كښې پرمختګ او خوشحالي راشي ٬ د غربت او بې روزګارۍ خاتمه به اوشي٬ زمونږ غريب اولس اختيار منده كولو سره په به د تعليم او د صحت سهولتونو وركولو ته ودې له مرسته تر لاسه شي او داسې به مونږ د اوسني دور د چېلنجونو مقابله وكړے شي۔ ده ووئيل كه تركيه په سي پېك كښئ د شموليت په خيال راوړاندې كېږي نو د چين قيادت سره په دې حقله په خبرو كولو به مونږ خوشحاله شو ۔ وزيراعظم د صدر طيب اردوان لخوا په تود هركلي او په ښه مېلمستياﺀ مننه وكړه او په استنبول كښې په دې وروستيو كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې په شوي زيان زيان ئې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ شهباز شريف ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو په شمېر قربانۍ وركوٶنكي پاكستانيان د تركيه د اولس په جذبات پوهېږي او نه يوازې پاكستان او تركيه بلكې ګرده نړۍ كښې د دا ډول ترهګرۍ خاتمې لپاره مشتركه هلو ځلو ته اړتيا ده۔ د پاک بحريه څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښې د درېم پي اېن اېس خېبر شاملولو دستورې حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل دا منصوبه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خلوص، مقصد او د شريكې مرستي زېاتولو د عزم څرګندونه ده۔ وزيراعظم ووئيل په داسې وخت كښې چې په نړۍ كښې تاٶ تريخوالې زياتېږې او د څيزونو نړيواله بيعه آسمان ته رسېدلي او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د رسنې نه بهر كېږي نو دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرسته لوړې كچې ته رسول ضروري ده٬ ده ووئيل پاکستان او د ترکيه ترمېنځه د يو بېليون ډالرو تجارتي حجم د دواړو هېوادونو د اړيكو عكاسي ده دا 5 بېليونه ډالرو ته رسولو لپاره هر ډول هلو ځلو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د تركيه صدر رجب طیب اردوان ووئيل د دواړو هېوادونو تجارت٬ دفاع او نورو څانګو په اړه د اړيكو لا زيارتو لو لپاره هيله مند يو۔ ده ووئيل تركيه د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د جنګ بشپړه ملاتړ كړې او الفتح تنظیم د ترهګرۍ كاروائيو په ضد ئې د تركيه په ملاتړ د پاكستان مننه وكړه ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې جشن لمانځي او پاكستان كښې د اوسني سېلاب څخه په شوي تباهۍ او مرګونو د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د تركيه صدر ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ لخوا د يوالي څرګندونه شوې ده او د پاكستان خوشحالي زمونږ خوشحالي او د دوي غم زمونږ غم دے

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں