د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومتي معاشي ډلې غونډه

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د اېف بي آر چيئرمېن ته د بلډرز او كنسټركټرز جائز مسائل وړومبې حل كولو له د سپارښتنې سره وئېلي دي د رغونې څانكې سره 40 صنعتونه تړون لري٬ د دې څانګې ودې سره به ځوانانو لپاره د ملازمتونو بې شمېره موقعې راپیدا شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د حكومتي معاشي ډلې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر٬د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري٬د پیټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر٬د خزانې پخوانې وزير شوكت ترين٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبير ګېلاني٬د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي٬د نوې پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)انور علي حېدر٬د اېن آئي ټي بي ايګزېكټو ډائرېكټر سيد شباهت علي شاه او نور سينئر افسرانو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د هېواد په مجموعي معاشي صورتحال٬ د معاشي عمل تندوالي ٬ هنرمندانو او ځوانانو لپاره د ملازمتونو موقعې راپېدا كولو له د رغونې څانكې ودې او ترسيلات زر په خاص توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لخوا هېواد ته په رالېږونكو پيسو د مراعاتو پیكج په اړه تفصيلي غور وشو۔د اېن آئي ټي بي ايګزېكټو ډائرېكټر سيد شباهت علي شاه د اليكټرانك ادائيګو په لړ كښې د اي پيمنټ ګيټ وے په جوړولو تراوسه په شوي پېشرفت تفصيلي بريفنګ وركړو۔د نوې پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)انور علي حېدر د رغونې څانګې ودې په لړ كښې د شوو اقداماتو په خاص توګه بلډرز او كنسټركټرز ته رامخې ته شوو مسئلو څخه غونډه خبر كړه۔وزيراعظم د اېف بي آر چيئرمېن ته امر وكړو چې د بلډرز او كنسټركټرز جائز مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كول باوري كړي۔وزيراعظم ووئيل د رغونې څانګې سره نه يوازې 40 صنعتونه تړون لري بلكې د دې څانكې ودې سره به د ځوانانو لپاره د ملازمتونو بې شمېره موقعې راپېدا شي۔ده ووئيل د رغونې څانكې په وده كښې رامخې ته شوې خنډان لرې كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د نوې پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن بېلو وزارتونو او د محكمو د سركاري زمكو كم آمدن لرونكو كسانو لپاره د كورونو جوړولو له د كارولو په اړه هم غونډه خبر كړه۔وزيراعظم مر وكړو چې نوې پاكستان هاؤسنګ منصوبې لپاره د سركاري زمكو كارولو عمل ګرندې كړئ٬ ترسيلات زر په خاص توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لخوا هېواد ته په رالېږونكو پيسو د مراعاتو په پیكج تفصيلي غور وشو۔د خزانې پخواني وزير شوكت ترين او سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري په دې لړ كښې بېلا بېل تجاويز وړاندې كړل۔وزيراعظم د ترسيلات زر ودې او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د مراعات وركولو په اړه وړاندې كړو تجاويز ته حتمي شكل وركولو لپاره د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري٬د خزانې پخواني وزير شوكت ترين٬د خزانې سېكتر او اسټېټ بانك په استازو مشتمله كمېټي جوړه كړه كومه به چې تجاويز ته حتمي شكل وركولو سره خپل وړاندېزونه وركوي۔وزيراعظم دا هم سپارښتنه وكړه چې د ترسيلات زر ودې لپاره چرته چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته مراعات وركولې شي هلته به بانكونو ته هم آسانۍ وركولې شي دغسې چې دا عمل په منظم ډول پېل كړې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں