د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي د پاكستان جوړیدو مقصد ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي ٬مونږ له په هېواد كښې موجوده موقعې او پانګې په كارولل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د عكسونو نندارتون دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل مصورانو عكسونو له د حقيقت رنګونه وركړي٬دې سره به په نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شي۔ده ووئيل مونږ له په هېواد كښې د موجودو موقعو او پانګو څخه استفاده كول پكار دي٬پاكستان ښائسته هېواد دے٬جنت نظير وادي كشمير د پاكستان برخه ده۔ده ووئيل د پاكستان جوړېدو مقصد ترلاسه كولو هلو ځلو كښې تندوالې راغلې۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي او سپېشل كميونيكېشن آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل علي فرحان هم دستورې ته وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں