اسلامي هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكو ته وده وركول زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي اسلامي هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكو ته وده وركول د زمونږ د خارجه پاليسۍ مهه برخه ده ۔ ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74مې غوندې په مهال د خليج مرستې كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل پاكستان خليج مرستې كونسل كښې شاملو ټولو وروڼو اسلامي هېوادونو سره په ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان خليجي هېوادونو سره مذهبي ٬ كلتوري او جغرافيائي همكاري د پخونه رارونه ده ٬ دا اړيكې پكار راوستو سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرسته زياتېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان د فناشل ايکشن ټاسك فورس لخوا هدفونه په ترسره كولو په سنجيدګۍ سره عمل كوي٬ د اېف اے ټي اېف فورم د پاکستان په معاونت كولو د جي سي سي مننه كوٶ او راتلونكې مياشت په پېرس كښې د اېف اے ټي اېف غونډې ته هم د جي سي سي معاونت ته سترګې په لار يو۔۔ ده ووئيل پاكستان يو زرعي هېواد دے او هلته ښه زمكه ٬ آبي وسائل او سود منده آب و هوا موجود ده ٬ د جي سي سي هېوادونه د پاكستان په دې څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه معاشي ګټې ترلاسه كولې شي٬ ښه روزګار لپاره زمونږ اولس په ترجيحي بنيادونو خليج هېوادونو پلو مخه كوي او نن هم زياتره پاكستانيان هلته موجود دي او په ځائي تعمير او پرمختګ كښې خپل ځانګرې كردار لوبوي۔ ده ووئيل په ستراتېژكې خبرو اترو كښې شوې د ګډې پرېكړو ته عملي شكل وركلوو لپاره هڅې روانې دي٬ مونږ دا خوښي لرو چې د جي سي سي عمومي سېكتر زر د پاكستان دوره وكړي دغسې په دې لړ كښې به جارې په مشاورت مخ په وړاندې بوتللې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د خليجي هېوادونو لخوا په ويزه لګولې بنديز كښې نرمۍ سره به معائي هلې ځلې ګړندۍ

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں