په نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي په سبب د روان كال په مهال پاكستان كښې د زياتو سېلابونو اندېښنه ده۔ د پاكستان فلډ كنټرول ډائرېكټر احمد كمال

image

اسلام آباد ۔23فروری(اے پی پی) د كال 2019ء په مهال پاكستان كښې د تېرو 15 كلونو په مقابله كښې د يخنۍ سخت موسم رامخې ته شوې۔ په نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي لامله روان كال كښې پاكستان كښې د زياتو سېلابونو اندېښنه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه د پاكستان فلډ كنټرول ډائرېكټر احمد كمال كړې۔ ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې موسمياتي بدلونو كښې شدت رامخې ته كېږي چې سبب ئې د زمكې درجه حرارت كښې زياتوالې دې۔ د روان كال په مهال به سخته ګرمي وي چې ورسره په غرونو په لوئې مقدار كښې پرته واوره ويلې كېدې شي او په دريابونو كښې د اوبو زياتوالي په نتيجه كښې روان كال كښې د سېلابونو خطره نسبتا ً زياتېدې شي

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں