ډېسكون كمپنې ته د مومند بند جوړولو د ټهېكې وركولو په ضد د مخالفې ډلې تنقيد سره هېواد ته زيان رسي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ډېسكون كمپنې ته د مومند بند جوړولو د ټهېكې وركولو په ضد د مخالفې ډلې تنقيد سره هېواد ته زيان رسي۔ يو نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير د مومند بند د جوړولو ټهېكه رزاق داؤد ته د وركولو د غلطو اطلاعاتو ترديد كولو سره ووئيل چې د رزاق داؤد د ډېسكون كنسورشيم سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل چې رزاق داؤد د وزيراعظم د تجارت سلاكار د چوكې سنبالولو نه وړاندې د ډېسكون نه استعفٰي وركړې وه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں