پاكستان او برازيل د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو اتفاق كړے

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د تجارت سېكتر محمد يونس ډهاګه وئيلي دي چې پاكستان او برازيل د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو اتفاق كړے٬ د برازيل سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د زړه راكښونكو موقعو څخه استفاده كولې شي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د تېرو دوه كلونو په مهال د پاكستان او برازيل د پرمختګ په شرح كښې ښه پرمختګ شوے او په دواړو هېوادونو كښې د نويو حكومتونو جوړېدو نه پس ښه موقع راغلې چې شريك تجارت ته وده وركړي۔ ده ووئيل چې د امنيت په صورتحال كښې بهترې٬ سازګار كاروباري ماحول او مسابقت پاكستان سرمايه كارې لپاره يو غوره او زړه راكښونكې هېواد جوړ كړے۔ ده ووئيل چې ٬ د برازيل سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د زړه راكښونكو موقعو څخه استفاده كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں