د شمالي وزيرستان په سپين وام بر كلي كښې د لټون عملياتو په مهال يو ترهه ګر وژل شوې

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د شمالي وزيرستان په سپين وام بر كلي كښې د لټون عملياتو په مهال يو ترهه ګر وژل شوې٬د ترهه ګر څخه لاسي بمونه او جاودېدونكي توكي هم ترلاسه شوي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل په بر كلي سيمه كښې په خوفيا اطلاع عمليات شوي او په نتيجه كښې يې يو ترهه ګر وژل شوې۔د عملياتو په مهال د آئي اي ډي جوړولو دستاويز٬اېم اېس جي٬لاسي بمونه٬ميګزين او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي دي۔د يادونې وړ ده چې ردالالفساد عمليات په كال 2017م كښې پیل شوي وو چې له مخې يې د وزيرستان پشمول په ټول هېواد كښې د ترهه ګرو او د دوي د سهولت كارو په ضد عمليات شوي۔د دې څخه وړاندې اېف سي بلوچستان په قلعه سېف الله او كاهان نزد ماؤنډ كښې د آئي بي او عملياتو په مهال د ترهه ګرۍ هڅه شنډه كړې۔دې ترهه ګرو د صوبې امن خرابول غوښتل۔د دوي د قبضې څخه درنا وسله٬ګولۍ چاودېدونكي توكي او مواصلاتي آلات ترلاسه كړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں