د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې رارونې غونډې ته وړاندې كوٶ

image
APP22-24 ISLAMABAD: August 24 - Federal Minister for Petroleum, Ghulam Sarwar Khan addressing the media. APP

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پټروليم او قدرتي وسېلو وفاقي وزير غلام سرورخان وئيلي دي د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې راروانې ته وړاندې كوٶ٬ د پټروليم مصنوعاتو د بيعې ټاكنه به د نړيوالو منډيانو او ټېكس تر مخه كولې شي٬ پي پي اېل په سانګهړ كښې د تېلو كوهې لټولې چې هره ورځ به ترې 91 بېرل تېل ترلاسه كېږي٬ هېواد كښې د تېلو پېداوار 15 فيصده دے او 85 فيصده درآمد كولې شي ٬ كرپشن به په هېڅ ډول ونه زغموو٬ سركاري ګاډې به نه كاروم٬ د وزارت چارواكي دې په 19 ساعتو كښې زياتې ګاډې وزارت او اړوندو څانګو ته واپس كړي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ په پټروليم وزارت كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل زه د وزارت د ذيلي څانګو پحقله بريفنګ غواړم٬ زياتره كمپنۍ په اېډهاك ازم ساتلې شوې ۔ وفاقي وزیر ووئيل د يوې څانګې چيف اېګزېكټو ته د بلې كمپنۍ ذمه وارۍ وركړې شوې ٬ ځېنې چوكۍ خالي هم وې٬ چرته چې چا سره دوه چوكۍ دي ھغه به ختمولې شي٬ خالي چوكۍ به خاص پروفېشنل ته وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ ډېرو لويو چېلنجونو سره مخ يو دا يو ټېكنيكل وزارت دے٬ زمونږ مقصد څيزونه سمول دي٬ مونږ به د خپل مشر پېروي كوٶ او زه به هم يو سركاري ګاډې نه ساتم۔ ده ووئېل د وزارت او ټولو كمپنو خرڅونه به كموٶ٬ مونږ له د پاور لاسز د كمولو هڅې كولې دي٬ كرپشن به نه برداشت كوٶ ٬مونږ له په مثبت سوچ مخ په وړاندې تلل دي ، پرېكړې به په اجتماعي توګه كوو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځېنې لوظنامې پټې ساتلې شوې ٬ ټولې لوظنامې به پخپله ګورم او دا به په وېب پاڼه هم لوډ كوٶ٬ كېدې شي چې د نېب نه وړاندې مونږ خپله كاروائي وكړو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں