د قامي اسمبلۍ كارډ په نه لرلو د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا عمران خان ته د ووټ كارولو په اجازه د قامي اسمبلۍ غړي عبد القادر پټېل اعتراض٬ زما په نزد ټولو غړي يو برابر دي۔ سردار اياز صادق

image

اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كارډ نه لرلو باوجود عمران خان ته د ووټ كارولو اجازه وركړه۔ په دغې د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر پټېل اعتراض وكړو۔ سپیکر ووئيل ما لپاره د عمران خان په شمول ټول غړي يو برابر حېثيت لري۔ د شورؤ په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د ټاكنو په مهال د پيلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي عبد القادر پټېل ووئيل ما سره كارډ نه وو نو ماته د نوي كارډ جوړولو ووئيلې شول او عمران خان ته اجازه وركړې شوه۔ په دې سپيكر ووئيل تاسو به هم مانه اجازه غوښتلې وه زه خو تا هم پېژنم ما به تاله هم اجازه در كړې وه۔ په دې عبد القادر پټېل ووئيل ما د عملې د لارې اجازه غوښتې وه۔ سپيكر ووئيل زما په نزد ټول غړي يو برابر دي۔ عمران خان اجازه وغوښتله نو ما ورله وركړه

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں