د كامياب شوو كانديدانو نوټيفيكشن جاري كولو نه وړاندې به په هغه حلقو كښې د مېرمنو د 10 فيصده ووټ تصديق كول وي

image

اسلام آباد25 جولائی (اے پی پی) د الېكشن كمېشن سېكتر بابر يعقوب فتح محمد وئېلي دي د كامياب شوو كانديدانو د نوټيفيكشن جاري كولو نه وړاندې به د هغو حلقو د مېرمنو د 10 فيصده ووټ كاسټ كولو تصديق كولې شي٬ ده ووئېل مېرمنې چې د كوم ځاې څخه د ووټ كاسټ كولو څخه منع كړې شوي هلته الېكشن كالعدم ګرځېدې شي٬د نوټيفيكېشن څخه وړاندې چېك كولې شي چې د مېرمنو 10 فيصده ووټ كاسټ كړی يا نه۔د يادونې وړ ده انتخابي قانون 2017 له مخې چې په كومو پولنګ سټېشنو يا حلقو كښې د مېرمنو ووټ شرح 10 فيصد څخه كمه وي هلته به نتائيج كالعدم ګرځولې شي۔ ده ووئېل د الېكشن كمېشن په مركزي سېكرټرېټ كښې جينډر(صنفي)ډيسك هم جوړ كړی شوې وو چرته چې د ګرد هېواد څخه مېرمنې د ووټ اچولو څخه منع كولو په اړه شكايات موصول كېدل په هغې به سمدستي توګه كاروائي كولې شې

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں