اولس دې د كورونو نه راوځي او د ووټ صحيح استعمال كولو سره دې خپلې ذمه وارې ترسره كړي

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) چيف الېكشن كمشنر جسټس ﴿ر﴾ سردار محمد رضا د قوم په نوم په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د جولائي په 25مه نېټه دې اولس د كورونو نه راوځي او د ووټ صحيح استعمال كولو سره دې خپلې ذمه وارې ترسره كړي۔ د ټولټاكنو په موقع چيف الېكشن كمشنر جسټس ﴿ر﴾ سردار محمد رضا د ووټرانو په نوم آډيو او وېډيو پېغام جاري كړے چې پكښې وئيلي شوي دي چې مونږ په پاكستان كښې آزادو٬ منصفانه او غېر جانبدار ټاكنې كولو لپاره په بشپړه توګه هڅې كوو۔ زه خواست كووم چې تاسو د جولائي په 25مه نېټه د كورونو نه رواځئ او ووټ صحيح استعمال كولو سره خپله قومي ذمه واري پوره كړئ

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں