د محمد یوسف شېخ په مشرۍ كښې د نېشنل اېجوكېشن فاٶنډيشن بورډ آف ګورنرز غونډه

image

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفه چارو د تربيې لنډمهاله وزير محمد يوسف شېخ په مشرۍ كښې د نېشنل اېجوكېشن فاٶنډېشن (اېن اي اېف) د بورډ اف ګورنرز 23مه غونډه د شورو په ورځ وشوه ۔د غونډې په مهال وفاقي وزير ته د اېن اي اېف چارو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير فاټا ٬ ګلګت بلتستان٬ آزاد كشمير او اسلام آباد كښې په سركاري او د نجي څانګې اشتراك د لارې د معياري تعليم ودې لپاره د نېف د اقداماتو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول نېف د فېډرل ګورنمنټ ټيچرز مالي معاونت او د ھغوي ماشومانو ته سكالرشپ وركولو لپاره سكالرشپس او د مالي معاونت پروګرام هم چلوي۔ په غونډه كښې د اېن اي اېف سكالرشپ او د مالي معاونت ترميم شوې پاليسۍ منظوري وركړې شوه۔ وفاقي وزير امر وكړو چې د اېن اي اېف د اېم ډي په چوكۍ ټاكنو لپاره د هېواد په ځانګړې ورځپانو كښې اشتهارونه وركړۍ۔ په غونډه كښې د بي او ډي د 22مې غوندې د مسودې توثيق هم وشو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں