پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر په ايون فيلډ ريفرنس كښې د احتساب عداكت پرېكړه چېلنج كولو سره په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سزا په ضد خواستونه دائر كړل

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر په ايون فيلډ ريفرنس كښې د احتساب عداكت پرېكړه چېلنج كولو سره په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سزا په ضد خواستونه دائر كړي دي په كومو كښې چې د قېد٬ جرمانې٬ نااهلې او د جائېداد د ضبط كولو حكم د لغوا ګرځولو خواست شوے۔ د خواجه حارث او د امجد پروېز اېډوكېټس د لارې په دائر كړې شويو خواستونو كښې د احتساب عدالت جج او نېټ فريق جوړ كړې شوي دي۔ د ګل په ورځ د نواز شريف٬ مريم نواز او د كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر د وكيلانو لخوا په دائر كړې شويو اپيلونو كښې خواست شوے چې نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ صفدر دې خوشي كړې شي٬ د اپيلونو تر پرېكړه دې نواز شريف٬ مريم نواز او صفدر په ضمانت خوشي كړے شي او په عارضي توګه دې د نواز شريف٬ مريم نواز او د صفدر سزا معطل كړې شي۔ په اپيلونو كښې وئيلي شوي دي چې د ضمني ريفرنس او عبوري ريفرنس په تورونو كښې تضاد دے٬ حسن او حسېن نواز ته د ضمني ريفرنس نوټس نه دې لېږل شوے۔ د صفائې په بيان كښې وئيلي شوي دي چې استعاثه د تورونو په ثابتولو كښې ناكامه شوې۔ په دفاع كښې د ګواه وړاندې كولو ضرورت نه و۔ د شك ګټه تورن ته رسي۔ د احتساب عدالت جج مس كنډكټ كړے۔ د احتساب عدالت د جولائي د 6مې نېټې پرېكړه دې لغوا وګرځول شي۔ په خواستونو كښې وئيلي شوي دي چې عدالت ته يوه اونۍ د پرېكړې موخر كولو خواست شوے و۔ احتساب عدالت خواست رد كولو سره په غېر حاضرې كښې پرېكړې اورولې۔ په اپيل كښې د نواز شريف چارج شيټ هم شامل كړے شوے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں