انتظامیه به غیر جانبداره ، شفاف او آزادو ټولټاكنو كښې بشپره مرسته كوي

image
APP17-21 ISLAMABAD: June 21 - Caretaker Prime Minister Justice (Retd) Nasir-Ul-Mulk in a meeting with Chief Election Commissioner Justice (Retd) Sardar Muhammad Raza at Election Commission of Pakistan. APP

اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د كال 2018م ټولټاكنو لپاره د الیکشن کمېشن په تیاریو د اطمینان څرګندونې سره چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا له باور وركړے چې انتظامیه به غیر جانبداره ، شفاف او آزادو ټولټاكنو كښې بشپره مرسته كوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا سره الیکشن کمېشن سیکټريټ كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ د الیکشن کمېشن د اړخه جاری شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د 2018 ټولټاكنو لپاره د الیکشن کمېشن په تیاریو تفصیلی خبرې اترې وشوې۔ چیف الیکشن کمشنر د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل شفاف او امناكه ټولټاكنو له د هېواد د ټولو ادارو کردار اهميت لري دغسې چې د آئین سرلوړۍ سره سره د قام هيلې ترسره كړې شي او الیکشن کمېشن دا قامي او آئینی فریضه پھ ښھ ډول ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں