ټول قام سره وعده كوو چې په وخت ټولټاكنې باوري كولو لپاره به لنډ مهاله حكومت ټول صلاحيتونه او اسانۍ پكار راولي

image
APP05-21 ISLAMABAD: June 21 – Caretaker Minister for Information, Broadcasting and National Heritage, Barrister Ali Zafar talking to media personnel after visiting Islamabad High Court Bar Association. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قانون ٬ انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وفاقي وزیر بیرسټر سید علي ظفر وئيلي دي ټول قام سره وعده كوو چې په وخت ټولټاكنې باوري كولو لپاره به لنډ مهاله حكومت ټول صلاحيتونه او اسانۍ پكار راولي،سوله ايزو ټاكنو له به د حساس او زياتو حساس پولنګ سټېشنونو كښې فول پروف امنيت وركولې شي٬ د نېب لخوا د نواز شریف او مریم نواز نامه په اي سي اېل كښې شاملولو لپاره درخواست تر لاسه شوے٬ د وزیراعظم لخوا جوړه كړې كمېټي په درخواست غور كوي ، د وفاق او څلورو واړو صوبو په بېورو كرېسي بدلون راوستې شوې، د هر ډول لاس وهنې يا اثر انداز كېدو ګيله يا په ثبوت هر څوك لرې كول پكار دې ، په دې لړ كښې د ټاكنو كمېسون هم پرېكړه كولې شي٬ د زلفي بخاري نامه په اي سي اېل نه په بلېك لسټنګ كښې وه ، په بلېك لسټنګ كښې د نوم انداراج يا اخراج لپاره د كابينې د پرېكړې ضرورت نه وي او نه پېچلې پراسېس وي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ نه بهر ميډيا سره كړې۔ وفاقي وزیر د اسلام آباد هائي كورټ دورې په مهال د هائي كورټ عهدېدارانو او وكيلانو ورورولۍ سره هم ملاقاتونه وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل لنډ مهاله حكومت دا مېنډېت لري چې هېواد كښې پاكې٬ سپېځلې ٬ بې پرې او په وخت ټولټاكنې باوري كړي او په دې لړ كښې د آئين آرټيكل 19 او 19—A له مخې د رائيو د اظهارآزادۍ او د میډیا آزادي باوري كړي ۔ ده ووئيل سېپځلې او غېر جانبداره ټاكنې كول د لنډ مهاله حكومت ذمه واري ده او دې لپاره تېره ورځ په صوبو كښې د تېرو حكومتونو په دورو كښې په ځائ كړې شوې بيورو كرېسي كښې بدلون راوستې شوې او د دې مقصد په هر لحاظ سره غېر جانبداره ټاكنې كول باوري كول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل كه د چا نامه په اي سي اېل كوي نو ھغه ته د بهر تګ اجازې لپاره د كابينې پرېكړه ضروري وي، د زلفي بخاري د بهر تګ نه پس دا ووئيل شول چې د ھغه نامه په اي سي اېل كښې شامله وه او بهر هېواد ته لاړو ، ده ووئېل په اي سی ایل كښې نوم اچولو لپاره د سترې محكمې پرېكړه او په قانون كښې طريقه كار وضع دے ٬ كابينه پرېكړه كوي چې د چا نامه په اي سي ايل كښې اچول دي او د چا نه خو د ھغه كس نامه په اي سي اېل كښې نه وه ځكه د كابينې د پرېكړې حاجت نه ٶ۔ ده ووئيل نېب لخوا د نواز شریف او مریم نواز نامه په اي سي اېل كښې شاملولو لپاره درخواست راغلې ، لنډ مهاله وزیراعظم دې لپاره يوه كمېټي جوړه كړې چې پكښې لنډ مهاله داخله وزير٬ د اطلاعات٬ خپرونو٬ قانون او انصاف او د خزانې وزير شامل دے كوم چې په درخواست غور كوي، ده ووئيل اوس مهال د نواز شریف كورودانې او د مريم نواز مور رنځوره ده او په اندېښمن حالت كښې ده مونږ د ھغې صحت لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئېل د يو سياسي ګوند لخوا د ګورنرانو د بدلولو د غوښتنې په پوښتنه سید علی ظفر ووئيل د هر ډول لاس وهنې يا اثر انداز كېدو ګيله يا په ثبوت هر يو كس لرې كول پكار دې ، په دې لړ كښې د ټاكنو كمېسون هم پرېكړه كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ابتدائي معلوماتو له مخې د اسلام آباد هائي كورټ په پرېكړه عمل درآمد كولو سره د يوې ميډيا ادارې په پلاټ كاروائي شوې ده ، كه په كومه وجه داسې شوې وي يا كوم ډول ناانصافي وشوه نو ميديا سره به اودرېږو۔ ده ووئيل سوله ايزو ټاكنو له د داخله وزارت حساس او زيات حساسو پولنګ سټېشنونو كښې به فول پروف امنيت وركولې شي ٬ داسې نه شي كېدې چې حساس ترين پولنګ سټېشن د امنيت نه غېر پرېښودلې شي، د ټاكنو په مهال به په امنيت هېڅ ډول سودا نه كوٶ ٬ وفاقې وزير ووئېل لنډ مهاله حكومت د ميديا په راپورونو هم ضروري اقدامات كوي۔ د فاټا انضمام پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د لنډ مهاله حكومت د پاكو سپيځلو ټاكنو د كولو مېنډېټ سره سره يو مېنډېت دا هم دے چې د فاټا انضمام نه پس د ځائي اولس د ژوند معيار بدلولو لپاره پوليس٬ عدليه ٬ انتظامي چوكاټ جوړولو پشمول د پېښو ستونزو مخنيوي وكړې شي او دا كار به ډېر زر بشپړولې شي، ده ووئيل فاټا كښې انتظامي ادارې جوړولو عمل به مرحله وار تر سره كولې شي او دغسې لند مهاله حكومت به د خپلو ټولو ذمه واريو پالنه كوي۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں