په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د كشمير انسټيټيوټ انټرنېشنل ريلېشنز كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق وئيلي دي چې د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير د مسئلې په حل متفق دي٬ د پاكستان٬ آزاد جمو كشمير او مقبوضه كشمير مشران دې كېني او د كشمير د مسئلې د حل دې د اوسني صورتحال له مخې جاج اخستلو سره لائحه عمل تيار كړي۔ ده دا خبرې د كشمير انسټيټيوټ انټرنېشنل ريلېشنز دوه ورځني كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو په مهال وكړې۔ سناتور راجه ظفرالحق ووئيل چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل شي او په دې ټول سياسي ګوندونه متفق دي۔ ده ووئيل چې د كشمير په مسئله كښې وړومبې پارټي كشميريان دي۔ د كشمير مسئله د هند او پاكستان شريكه مسئله نه ده٬ درې ملكي مسئله ده او دا مسئله كشميريانو ته د خپلو هيلو له مخې حل كول دي۔ ځوان نسل چې په كوم ډول د آزادې هڅې روانې ساتلې دي٬ د دې مثال په ټوله نړۍ كښې نشته۔ كنفرنس ته د آزاد جمو كشمير اولس مشر او د حريت مشرانو نه علاوه نورو هم وېنا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں