ټول كانديدان او سياسي ګوندونه دې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې خپل انتخابي كمپائن ختم كړي۔ د الېكشن كمېشن وياند

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) الېكشن كمېشن په ټولټاكنو كال 2024 كښې برخه اخستونكو ټولو كانديدانو او سياسي ګوندونو ته وئيلي دي چې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې د دولس بجو نه وړاندې خپل انتخابي كمپائن ختم كړي ٬ د دې څخه وروسته به د هر ډول انتخابي كمپائن كوونكو په ضد قانوني كاروائي كولې شي۔ د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن وياند لخوا د جاري بيان له مخې د الېكشنز اېكټ 2017 سېكشن 182 له مخې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې د دولس بجو څخه وروستو به څوك هم سياسي جلسه٬ جلوس٬ كارنر ميټنګ يا د دې نوعيت سياسي هڅې نه كوي او نه به په دې كښې ګدون كوي٬ دې لپاره كه څوك د ذكر شوې قانون خلاف ورزي كوي نو په ضد به ئې قانوني كاروائي كېږي

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں