ډېووس 17 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره په ډېووس كښې د کوکا کولا کمپنۍ چيف اېګزېكټو افسر جېمز كوئنسي ليدلي او په پاكستان كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل په جوړولو او د دې اقداماتو په سبب بهرنو سرمايه كارو لپاره په سازګار ماحول ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ملاقات كښې وزيرِاعظم پاکستان كښې د حکومت لخوا كاروبار او سرمايه كارۍ سهولت لپاره په پورته كړو ګامونو رڼا اچولې۔ وزيرِاعظم د خاص سرمايه كارۍ سهولت په جوړولو او د دې اقداماتو په سبب بهرنو سرمايه كارو لپاره په سازګار ماحول هم د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔