ټاكنو كښې كوم تاخیر نه كېږي ،ټاكنې به په خپل وخت په 8 فرورۍ 2024ء کېږي۔مرتضیٰ سولنګی

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي مالي ، انتظامي او د امنيت داسې كوم صورتحال نشته چې له امله ئې ټاكنې وځنډولې شي،ټاكنې به په خپل ټاكلې شوي وخت په 8 فرورۍ 2024ء كېږي، په چیف الیکشن کمشنر بشپړ باور لرو،ټولو سياسي ګوندونو سره ښې اړيكې غواړو۔د جمعې په ورځ انفارمېشن سروس اکیډمی په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې نګران وفاقی وزیر ووئيل پیمرا ایکټ كښې خبريالانو ته تحفظ ترلاسه دے۔ده ووئيل د میډیا ادارې كله چې پیمرا څخه لائسنس ترلاسه كوي نو خپل ټول فزیبلټي او بزنس پلان شیئر کوي۔ د خبريالانو او ميډيا ورکرز د نوكرو څخه وېستل د افسوس وړ خبره ده،په دې اړه د پيمرا چیئرمېن سره به خبره كولې شي چې د قانون له مخې د دغه ورکرز تحفظ لپاره څه اقدامات كيدلې شي۔ ده ووئيل د اطلاعات وزارت او اړوندې ادارې به د دې نوټس اخلي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلوچستان څخه راغلو مظاهرچيانو په اړه جوړه شوې کمېټي خپل كار كوي،د دغه مظاهرچيانو غوښتنې د نن څخه نه دې،څو لسيزو راهسې رارواني دي،مونږ هڅه كوو چې د هغوې مسئلې حل کړې شي۔ده ووئيل تيره ورځ هم زمونږ د مظاهرچيانو سره خبرې شوي،ميرمنې او ماشومان په سخت مشکل صورتحال كښې وؤ، مونږ هڅه كوو چې هغوې په حفاظت سره خپلو كورونو ته ولېږو۔په دې لړ كښې مونږ ځينې انتظامات كړې هم دي خو هغوې بيرته تلل نه غواړي، ده ووئېل ميرمنې او ماشومان په سمدستي توګه خوشې كړې شوي، دغه مسئله ختمه شوې نه ده، کمېټي شته هغه خپل كار كوي۔ د بلوچستان ګورنرهم دلته راغلے دے ،په دې اړه هغه سره به هم خبره كولې شي،ده ووئېل کمېټي به نن وزیراعظم ته رپورټ وړاندې كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نامزدګۍ کاغذونو جمع كولو موده كښې دوه ورځي پراختيا شوې،ټاكنو كښې به كوم تاخیر نه كېږي او نه داسې څه وجه ښكاري ،ټاكنې به په خپل وخت په 8 فرورۍ 2024ء كېږي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل څوك د څه مطالبې كولو حق څخه نه شي محروميدې۔ده ووئيل په چیف الیکشن کمشنر بشپړ باور لرو،تيره ورځ د الیکشن کمېشن په غونډه كښې ټولو غړو په چیف الیکشن کمشنر د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل مونږ د سياسي ګوندونو په كورنيو مسئلو تبصرہ نه شو كولې،مونږ د ټولو ګوندونو سره ښې اړيكې غواړو دغسې چې ټاكنې په خپل وخت وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں